امریکا وايي چې لا هم افغانستان کې د خطرونه پر وړاندې درېدلی شي
امریکا وايي چې لا هم افغانستان کې د خطرونه پر وړاندې درېدلی شي
هغه ویلي دوی له طالبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم ددې کار لپاره زړه ښه کوي، خو که په افغانستان احتمالي خطر رامنځ ته شي نو امریکا یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي لا هم په افغانستان کې د ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا لري.
د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال ریچارډ کلارک په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی لا هم ددې وړتیا لري چې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.
هغه ویلي دوی له طالبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم ددې کار لپاره زړه ښه کوي، خو که په افغانستان احتمالي خطر رامنځ ته شي نو امریکا یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي چې دوی لا هم له افغانستان اطلاعات ټولولی شي او ددې وړتیا لري چې ترهګرې ډلې وڅاري.
اړوند موضوعات:
چین وايی چې نړۍ دې نور افغانستان سره بې انصافي نکوي
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې په افغانستان کې د خطرونو پر وړاندې د غبرګون وړتیا لري او سرتېري یې په سیمه کې دي، چې هر څه له نږدې څاري.