د خوګا خیل قوم احتجاجي لاریون نن هم جاري دې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې په پیښور او تورخم لویه لار د خوګاخیل قوم مشرانو احتجاجي لاریون نن په ۲۲ دوه ویشتمه ورځ هم جاري دي.
د مشرانو د احتجاج مشري مفتی محمد اعجاز شینواري او نور مشران کوي، د مشرانو وینا ده چې په تورخم کې این ایل سي( نیشنل لاجسټک سیل) ددوی په زمکه غیرقانوني قبضه کړې ده، د مشرانو موقف دې چې دوی این ایل سی سره چې کومه معاهده کړې د هغې معاهدې نه این ایل سي سرغړونه کوي او ددوی په زمکه غیرقانوني قبضه کوي .
د خوګا خیل قوم مشرانو هم ددوی په ځنې مشرانو او ځوانانو ټکونه کوي چې دوی این ایل سي سره غلطه معاهده کړې ده او دا معاهده دوی ته منظوره نه ده او دوی به د خپل حق لپاره احتجاجونه ته دوام ورکړي.






