ډسټرکټ هیډکوارټر هسپتال لنډیکوتل کښې د څښلو اوبه نشته

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل ډسټرکټ هیډکوارټر هسپتال کښې د څښلو د اوبو نشتوالي له وجهې دې هسپتال ته راغلیو مریضانو او ددوی سره راغلیو خپلوانو ستونزې نورې هم زیاتوي.
د لنډیکوتل ځای اولس او د هسپتال اهلکارو مطابق په دې هسپتال کښې د اوبه څه بندوبست نه دې شوې چې له وجهې ی په دې هسپتال کښې هروخت د اوبو د نشتوالي له وجهې یو شمیر ستونزې او خنډونه راولاړیږي.
د ځای خلقو نه دا معلومه شوې ده چې داسې هم شوي دي چې ځای خلق او مریضان چې په هسپتال کښې مریضان داخل کړي دي، ځانونو سره د کورونو نه د څښلو اوبه راوړي.
د هسپتال انتظامیه رسنیو ته ویلي دي چې اړوند ادارې ی د اوبو د نشتوالي د ستونزی نه خبرې کړي دي خو لا تراوسه پورې د اوبو مسله نه ده هواره شوې ، ځای اولس غوښتنه کوي چې په دې هسپتال کښې دې یو ټیوب ویل وکنستل شی چې ددي هسپتال د اوبو دا مسله هوار شی .





