امریکایی ښځه صرف د ۱ ساعت او ۲۵ دقیقې لپاره د امریکا اولس مشره وه

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا په تاریخ کښې په اول ځل یوه امریکایی ښځه د صرف۱ ساعت او ۲۵ دقیقو پورې د امریکا اولس مشره وه او د امریکې د اولس مشر اختیارات ورسره وو خو دا اختیارات او ذمه وارۍ د ډیر کم وخت لپاره وو او د اولس مشرۍ وظیفه ترې واپس واخستل شوه.
په رسنیو کښې د چاپ یو رپورټ مطابق د امریکا صدر مرستیاله کملا هیرس د امریکا اوله د کم وخت لپاره اولس مشره جوړه شوه کله چې جو بایډن د طبی معاینې لپاره د صدارت وظیفه کملا هیرس ته حواله کړه.
د رپورټ مطابق بایډن د ۱ ساعت او ۲۵ دقیقو روسته د طبی معاینې نه واپس راغې او دغه شان هیرس صرف د ۲۵ دقیقو پورې د امریکا ایالت اولس مشره وه، د رسنیو د رپورټ مطابق کملا هیرس د هندوستان نژاد امریکایی ده او وس د امریکا د نایب صدر په څوکې کار کوي.
د رپورټ مطابق د امریکا په ۲۵۰ کاله تاریخ کښې د نایب صدر په عهده اولنې ښځه ده او ددې نه وړاندې ټول نایب صدران سړي تیر شوي دي.






