طالبان وايي د هېواد ټولو برخو ته د درملو او خوراکي توکو د رسولو پۀ هڅه کې یو

طالبان وايي د هېواد ټولو برخو ته د درملو او خوراکي توکو د رسولو پۀ هڅه کې یو
نوموړی وايي، د کار موندنې په تړاو هم ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي او ټینګار کوي چې د دوی هڅو او د نړیوالو ژمنو ته په کتو سره به هغه وړاندوینې چې ویل کیږي په افغانستان کې به راتلونکی ژمی یو انساني ناورین رامنځته شي هم ناسمې ثابتې شي.
(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا وايي، هڅه کوي چې ټول هېواد ته د ژمي له راتګ وړاندې خوراکي توکي، البسه او درمل ورسوي.
د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې اوس هم له بېوزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ روانه ده او له نورو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره هم خبرې شوې او دوی ته یې د مرستو ډاډ ورکړی.
نوموړی وايي، د کار موندنې په تړاو هم ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي او ټینګار کوي چې د دوی هڅو او د نړیوالو ژمنو ته په کتو سره به هغه وړاندوینې چې ویل کیږي په افغانستان کې به راتلونکی ژمی یو انساني ناورین رامنځته شي هم ناسمې ثابتې شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو شمېر هغه هېوادوال چې خپلې دندې يې له لاسه ورکړي وايي چې اوس مهال هېڅ کاروبار نه لري او د اقتصادي ستونزو او راتلونکې ته د اندېښنو له کبله له رواني ستونزو سره مخ دي.





