جو بایډن د لنډې مودې لپاره واک خپلې مرستیالې ته سپاري 

0
177

جو بایډن د لنډې مودې لپاره واک خپلې مرستیالې ته سپاري 

امریکایي سیاستوال وایي چې هغه د امریکا د ادارې لپاره کافي وړتیا نه لري، عمر یې ډېر دی او وخت ناوخت له ناروغۍ سره لاس ګرېوان وي. بایډن پر دې څرګندونو رسما کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د لنډې مودې لپاره واک خپلې مرستیالې ته سپاري.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې چې د خپلې درملنې لپاره د امریکا د ولسمشرۍ واګې د لنډې مودې لپاره خپلې مرستیالې کامیلا هارېس ته وسپاري.

امریکايي رسنۍ وایي چې اوسنی ولسمشر جو بایډن د کولونوسکوپي لپاره بې هوښه کېږي نو له همدې امله به خپل واک د لنډې مودې لپاره خپلې مرستیالې ته وسپاري.

بایډن داسې مهال واک خپلې مرستیالې ته سپاري چې په وروستیو کې پر نوموړي په ټوله امریکا کې سختې نیوکې روانې دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا کې ډیموکراټان وايي چې بایډن دې بیا ځان نۀ کاندیدوي

امریکایي سیاستوال وایي چې هغه د امریکا د ادارې لپاره کافي وړتیا نه لري، عمر یې ډېر دی او وخت ناوخت له ناروغۍ سره لاس ګرېوان وي. بایډن پر دې څرګندونو رسما کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

Leave a reply