امریکا کې ډیموکراټان وايي چې بایډن دې بیا ځان نۀ کاندیدوي

امریکا کې ډیموکراټان وايي چې بایډن دې بیا ځان نۀ کاندیدوي
نظرپوښتنه کې راغلي چې د ډیموکراټ ګوند یو شمېر غړو د بایډن کړنې د دغه ګوند د توقع مطابق سمې نه دي بللې او زیاته کړې یې ده چې هغه دې په راتلونکو ټاکنو کې ځان نه نوماندوي او اجازه دې ورکړي چې پر ځای یې بل څوک د امریکا ولسمشرۍ ته ودرېږي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په امریکا کې تر سره شوې وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې جوبایډن ان د خپل ګوند د غړو ترمنځ هم محبوبیت بایللی دی.
نظرپوښتنه کې راغلي چې د ډیموکراټ ګوند یو شمېر غړو د بایډن کړنې د دغه ګوند د توقع مطابق سمې نه دي بللې او زیاته کړې یې ده چې هغه دې په راتلونکو ټاکنو کې ځان نه نوماندوي او اجازه دې ورکړي چې پر ځای یې بل څوک د امریکا ولسمشرۍ ته ودرېږي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نظرپوښتنو کې بایډن د امریکا تر ټولو ناکام ولسمشر بلل شوی او ډېری امریکایانو ویلي چې هغه د امریکا غوندې یو هېواد د رهبرۍ وړتیا نه لري.
اړوند موضوعات:
امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه نوره هم راټیټه شوې ده
بلخوا د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون بیا په خپله وروستۍ مرکه کې د جوبایډن د محبوبیت بایللو لامل د افغانستان موضوع بللې او څرګنده کړې یې ده چې نوموړي باید په دې برخه کې د ټرمپ پر پله پل نه وای ایښی.






