امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه نوره هم راټیټه شوې ده
امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه نوره هم راټیټه شوې ده
رسنۍ وايي چې د بايډن د ځینو کړنو او ناسم مدیریت له امله د هغه د محبوبیت کچه راټيټه شوې ده او خپل ملاتړي یې له لاسه ورکړي دي.
همدا راز ۷۱ سلنه امریکایان په دې باور دي چې د بایډن تر ادارې لاندې امریکا سم لوري ته نه ده روانه او وضعیت په دغه هېواد کې کړکيچن دی.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په امریکا کې د اوسني ولسمشر جو بایډن د محبوبیت کچه په ټيټېدو ده. د تازه نظرپوښتنې پر بنسټ دمګړی یوازې ۴۲ سلنه امریکایان د بايډن پلویان دي او په تېره میاشت کې بیا دا کچه ۵۲ سلنې ته رسېده.
رسنۍ وايي چې د بايډن د ځینو کړنو او ناسم مدیریت له امله د هغه د محبوبیت کچه راټيټه شوې ده او خپل ملاتړي یې له لاسه ورکړي دي.
اړوند موضوعات:
همدا راز ۷۱ سلنه امریکایان په دې باور دي چې د بایډن تر ادارې لاندې امریکا سم لوري ته نه ده روانه او وضعیت په دغه هېواد کې کړکيچن دی.
ددې تر څنګ تېره ورځ هم د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې بایډن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ناکام ولسمشر دی او د امریکایانو هیلې یې نه دي پوره کړې.