امریکا کې وروستۍ نظر پوښتنه ښيي چې بایډن خپل محبوبیت پۀ بې مخینې ډول له لاسه ورکړی او ټرمب برعکس محبوبیت ئې ډېر شوی دی

0
178

امریکا کې وروستۍ نظر پوښتنه ښيي چې بایډن خپل محبوبیت پۀ بې مخینې ډول له لاسه ورکړی او ټرمب برعکس محبوبیت ئې ډېر شوی دی

‏په امریکا کې یوه تازه نظر پوښتنه وایي چې ددغه هیواد راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر بایډن د محبوبیت کچه په حیرانوونکې توګه مخ پر ځوړ او د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه په بې ساري توګه پورته تللې ده.

 

(2021 / 10 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغۀ د امریکا اوسني ولسمشر بایډن پرېکړه وکړه چې لۀ افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او  تخلیې ماموریت پر مرسته هغه افغانان انتقال کړي چې ژوند ئې خطر سره مخ دی، د نوموړي محبوبیت ئې په امریکا کې پۀ بې مخینې ډول ښکته کړی دی.

یو شمېر امریکايي لوړ پوړو چارواکو وویل چې بایډن لۀ افغانستان څخه د ټولو سرتېرو اېستل تاریخي اشتباه ده او د تخلیې ماموریت ئې هم ناکام ماموریت ؤ.

اړوند موضوعات: 

 ۵۵ سلنه امریکایان وايي چې بایډن د امریکا د ریاست جمهورۍ وړتیا نلري

په امریکا کې یوه تازه نظر پوښتنه وایي چې ددغه هیواد راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر بایډن د محبوبیت کچه په حیرانوونکې توګه مخ پر ځوړ او د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه په بې ساري توګه پورته تللې ده.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې ځینو بهرنیو ځبر ځواکو هېوادونو هم ویلي چې امریکا اوس د پخوا پۀ څېر ابر قدرت/ ځبر ځواکی ندی.

Leave a reply