مشهور پاکستاني خبریال ویلي چې طالبان د پاکستان د تمې خلاف روان دي 

0
177

مشهور پاکستاني خبریال ویلي چې طالبان د پاکستان د تمې خلاف روان دي 

د پاکستان یوه مشهور خبریال احمد رشید په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د سیمې هېوادونه او پاکستان تر دې دمه په افغانستان کې د وېرې احساس کوي نو ځکه د طالبانو له رسمیت پېژندلو هم تر یوه حده په شا شوي دي.

 

(2021 / 11 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان هم د افغانستان د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو وېره لري.

د پاکستان یوه مشهور خبریال احمد رشید په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د سیمې هېوادونه او پاکستان تر دې دمه په افغانستان کې د وېرې احساس کوي نو ځکه د طالبانو له رسمیت پېژندلو هم تر یوه حده په شا شوي دي.

دی وایي د افغانستان نوی حکومت د پاکستان د غوښتنې پر خلاف چې هیله یې لرله د دوی تر نفوذ لاندې به وي، مستقلانه کار کوي او پر خپل دريځ ولاړ دی.

هغه همدا راز ادعا کوي چې طا لبانو د بشري حقونو او نورو مواردو په برخه کې د سیمې د هېوادونو اندېښنې هم پیدا کړې دي نو ځکه یې ښایي په رسمیت پېژندل وخت وغواړي.

بلخوا په تازه څرګندونو کې د ا.ا ویاندویانو او لوړپوړو چارواکو ویلي چې نړۍ دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني ځکه ددې چارې لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي دي.

Leave a reply