د ټاکنو عمل د کنټرول کولو پلان روان دې: مولانا فضل الرحمان
باغي ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام ف ګوند او د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان په یو بیان کښې ویلي دي چې په هیواد کښې د ټاکڼو د عمل د خپل ځان کنټرل لاندې د راوستل پلان روان دي او دا عمل به پلان به په زور او زبردستې هیڅ کله هم قبول نه کړي او ددې په ضد به احتجاجونه وکړي چې دا ددوی جمهوري حق دې.
د بلوچستان په کویټه کښې د علمای اکرام یوې غونډې ته په خپله وینا کښې هغه اوویل چې د سي پيک منصوبه برباده کړې شوه ، هغه زیاته کړه چې حکومت وایی چې په ملک لوی پرمختیایی پروژ نه شي زغملې .
مولانا فضل الرحمان اوویل چې د بهرنیو قوتونو سره په پاکستان کښې او دغسې اسلامی ټولنه د خرابولو او بدنامولو لپاره د عمران خان پرته بل څوک نه وو او هم دغه عمران خان ی دې بد کار لپاره وکارول.
هغه اوویل چې ددې هیواد اسټبلشمنټ غواړي چې د ټاکنو نتیجې تر خپل کنټرول لاندې راولي او مغربي او بهر نړۍ ته اووایی چې مذهبي او اسلامی ګوندونو او مذهبي مشرانو له اړخه هیڅ کوم خطر نشته او دوی دې د مذهبي خلقو په اړه خفه او اندیښمن نه وي.