بي جي پي او د آرایس ایس اتفاق د کشمیریانو پیژندنه ختموي: شهباز شریف

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ ن مشر او په پنجاب اسمبلۍ کښې د اپوزیشن ګوند مشر شهباز شریف په یو بیان کښې ویلي دي چې هند د کشمیري مسلمانانو شناخت او پیژندنه ختموي .
شهباز شريف په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې په کشمیر د هندي فوځیانو له اړخه په ظلمونه نړۍ سترګې پټې کړي دي ،هغه ویلي دي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې د ۵ نورو بې ګناه کشمیریانو قتل د عدالتي فیصله پرته شوي دې چې دا کشمیریانو سره ظلم دې او په کشمیر کښې د انساني حقونو په خلاف ورزې باندې د دنیا هیوادونو سترګې پټې کړي دي.
د یادونې ده چې د هند د ولکې لاندې کشمیر کښې څو په دې لنډو وزځو کښې هندي فوځ د بې ګناه کشمیري مسلمانانو قتل عام له زور ورکړې دې، یو کشمیر سوداګر بټ هم هندي فوځ په ډیره بې رحمې سره د خپلې لور مخې ته شهید کړې دې، ددې کشمیر سوداګر لور یوه ویډیو هم په سوشل میډیا خپره شوې ده چې هغه په چغو چغو ژاړي او وایی چې هندي فوځ ته مې اوویل چې تاسو زما پلار ولې قتل کړو، هغه د کشمیري سوداګر دیارلس کلنه لور په ژړا او فریاد کښې وایی چې په دې باندې هندي فوځي اوخندل.
دا خبره هم د یادونې ده چې نن په مقبوضه کشمیر کښې د هندي فوځ له اړخه د لګول شوې کرفیو ۸۳۸ ورځ ده، هندي فوځیان بې ګناه کشمیري مسلمانان په کورونو کښې زنداني کړي دي، په کورونو ی غیرقانوني چاپې وهي او تراوسه پورې په زرګونه بې ګناه کشمیریان ی شهیدان کړي دي.
د پاکستان د اول نه دا دریځ دې چې خپلواکي او آزادي د کشمیري مسلمانانو حق دې او هند د د ملګري ملتونو د قرارداد قدر وکړي او کشمیری مسلمانانو ته دې د خپلواکۍ او آزادۍ حق ورکړي.





