کلبهوشن له مو که د اپیل حق نه وې ورکړې نو ملګري ملتونو په مونږ بندیزونه لګول: اټارني جنرل

Islamabad: The mother and wife of Mumbai-based former naval officer-turned-businessman Kulbhushan Jadhav, who was arrested on March 3, 2016, and was sentenced to death by a Pakistani military court on charges of espionage and terrorism meet him at the Pakistan Foreign Office in Islamabad on Dec 25, 2017. The meeting, with the death row prisoner lasted for about 40 minutes, but with a glass panel separating them and spoke through a speaker phone. The meeting started at 2.18 p.m., according to the Foreign Office. Indian Deputy High Commissioner J.P. Singh, who accompanied Jadhav's family, was seen watching the reunion from a distance. (Photo: Twitter/@ForeignOfficePk)
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان اټارنی جنرل خالد جاوید په یو بیان کښې ویلي دي چې که پاکستان د کلبهوشن له د اپیل حق نه وې ورکړې نو بیا په پاکستان باندې دملګري ملتونو له اړخه بندیزونه لګیدې شو، هغه اوویل چې دا یوه ښه فیصله وشوه چې هغه له مو د اپیل حق ورکړو.
د یادونې د چې بهارت د کلبهوشن یادیو چې په پاکستان کښې د هندي فوځ او حکومت لپاره د جاسوسي او په پاکستان کښې د ترهګرۍ په تور نیول شوې دې ، د خلاصولو لپاره هند په نړیوال عدالت کښې اپیل کړې وو .
د پاکستان اټارنی جنرل وایی چې د هند له اړخه په نړيوال عدالت کښې د اپیل نه پس او بیان د نړيوال عدالت په لارښودنه که مونږ قانون سازي نه وې کړي او هغه له مو د اپیل حق نه وې ورکړې نو هند به دا مسله ملګري ملتونه دفتر ته وړې وې ، هغه زیاته کړې چې کلبهوشن له د اپیل حق ورکول نه پس د کلبهوشن په سزا یا دده په مقدمه څه اغیزه نه شي.
اټارني جنرل اوویل چې عالمي عدالت ویلي وو چې د کلبهوشن له د اپیل حق ورکول لپاره په آیین کښې بدلي وکړې یا دې لپاره بل نوې قانون جوړ کړې. هغه اوویل چې کلبهوشن د بې ګناه خلق قتل کړې دې او د اپیل حق سره به د هغه په سزا څه اثر و نه غورځیږي.
اټارني جنرل اوویل چې که بل مو نه وې راوړې نو هند به دا فیصله عالمی د انصاف عدالت یا ملګری ملتونه له وړې وې چې له وجهې به پاکستان د ملګري ملتونو له اړخه بندیزونه لګیدلې وې.






