باړه کښې نامعلومه وسله والو د لوري د بدامنې پیښې زیاتې شوي دي

0
141

باغي ټي وي رپورت
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې د نامعلومه وسله والو له لوري هدفي وژنو پیښې زیاتې شوي دي، د ځای خبریالانو او خلقو مطابق په دې څو ورځې کښې نامعلومه کسانو ځای خلق په نښه کړي او وژلي ی دې.

د ځایی خبریالانو مطابق په تیره یوه اونې کښې یو شمیر کسان په نښه شو او اووژل شول، يو څو ورځې وړاندې یو تن۶۵ چې کلن وو د باړې په بازار کښې اووژل شول، خواګه جان په بازار کښې سودا سامان اخستل چې کسانو پرې ډزې وکړي، سرچینې وایی چې دې تن کومه پخوانۍ دښمني وه.
هم ددې تحصیل خبریالانو مطابق درې ورځې وړاندې ۲۲ کلن عادل هم په ډزو اوویشتل شو او مړ شو، هم ددې پیښې پسې پرون په ۱۹ نومبر هم یو تن باړه آکاخیل پمپ هاوس سره په نښه شو او اووژل شو.
ځایی خلقو اندیښنه څرګنده کړې ده چې په علاقه کښې د بدامنې پیښې زیاتې شوي دي او ځای پولیس او امنیتي ځواکونه دې ددې سیمې د امنیت ټینګولو لپاره ګوټل ګامونه پورته کړي.

Leave a reply