په ضلع خیبر کښې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي
د پاکستان په تاریخ کښې اولنۍ ځل دې چې په قبایلي سیمو کښې ښځینه امیدوارانې هم په ټاکنو کښې حصه اخلي
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په شان په ضم قبایلي سیمو کښې هم د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې خلې روانې دي، نن په ضلع خیبر تحصیل جمردو کښې د بلدیاتي ټاکڼو په اړه غونډي او د سیاسي ګوندونو مشرانو د کمپاین په مناسبت سره د بیلابیلو سیمو دورې وکړې.
مهرین آفریدي چې د ضلع خیبر یوه اعلی تعلیم یافته ده او پاکستان تحریک انصاف د ښځینه څانګې مشره ده ، نن ی د صوبای اسمبلۍ ښځینه غړې رابعه بصري سره د تحصیل جمرود دوره وکړه.
مهرین افریدی په جمرود کښې هغه کورنیو سره ملاقاتونه وکړل چرته چې ښځینه امیدوارانې په بلدیاتي ټاکنو کښې برخه اخلي ، دې ښځینه امیدوارانو او دې ښځینه امیدوارانو د کور غړو ی ستاینه وکړه او مبارکي ورته وړاندې کړه چې په اول ځل ی خپل د کور ښځینه امیدوارانې په بلدیاتي ټاکنو کښې برخه اخلي.