په هیواد کښې به د عمران نیازي باچاهي پرې نګدو: شهباز شریف

0
180

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ او په پارلیمان کښې د اپوزيشن ليډر شهباز شريف وئيلي دي چې د حکومت قانون سازي آئيني او قانوني نه ګڼي ، په رسنیو کښې د چاپ رپورټ مطابق هغه وایی چې د عمران نيازي فرمان ردوي او په پاکستان کې به د عمران نيازي بادشاهي نه ته اجازت ور نه کړي چې قایمه شي.

په رسنیو کښې د رپورټ مطابق د مسلم ليګ (ن) صدر او د اپوزيشن ليډر شهباز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ن) پارليماني مشاورتي بورډ غونډه د نهې په ورځ د پارليمنټ هاؤس په اپوزيشن چيمبر كښې وشوه چې پكښې د پارټۍ مشرانو ګډون وكړو.
د مسلم ليګ نون لخوا جاري شوي بيان له مخې د غونډې ګډون والو د پاكستان په تاريخ كښې په اول ځل لپاره د اتفاق نه پرته د انتخابي اصلاحاتو غندنه وكړه۔

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اپوزیسیون متحدین به په پارلمان کې دننه او بهر د حکومت باچاهي او د حکومت له طرفه نه د اساسي قانون سره دښمني چیلنج کوي.

Leave a reply