پاکستاني وګړو ته د اسانتیاوي ورکولو په لړ کښې په ۱۰۰۰ کورونو کار روان دې : عمران خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې عام اولس ته د سهولت او اسانتیاوي ورکول لپاره په هیواد کښې په زرو ۱۰۰۰ کورونو کار روان دې چې دې کورنیو ته به د ژوند د ټولو نه ضروری او بنیادي څیز د استوګنې ځای ورکړل شي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د جمعې په ورځ په فراش ټاؤن كښې د 4400 اپارټمنټس جوړولو منصوبې معائنې په وخت وزیراعظم عمران خان اوویل په تېر وخت كښې پخواني حكومت عام وګړي ته د استوګنې آسانۍ او د ژوند سهولتونه وركولو سوچ هم نه دے كړے.
خان اوویل چې د انفراسټركچر جوړولو دوه كاله موده ونيوله ،هغه زیاته کړه چې اوس به په دې منصوبه تندۍ سره كار كولې شي، خان اوویل چې ددې منصوبې بنياد د روان كال په اپرېل مياشت كښې اېښودلې شوې وو۔
عمران خان اوویل چې په هند كښې 10 فیصده، ملائیشیا كښې 30 فیصده او په مغربي هېوادونو كښې 80 فیصده كورونه د بېنكونو نه قرضې اخستلو سره جوړولې شي ، هغه زیاته کړه چې ددې په مقابله كښې پاكستان كښې په كال 2018 كښې دا شرح يوازې 0.2 فیصده وه۔
وزیراعظم اوویل چې حكومت كم آمدن لرونكو او بې وسه وګړو لپاره د بېنكونو نه قرضې وركول پېل كړل او هاؤسنګ څانګې ته ئې مراعات وركړل.
وزیراعظم اوویل چې حکومت د تعمیراتو خرچه کمولو لپاره له زيات رعايتونه وركړي دي او 90 فيصده ټېكسونه ئې كم كړي دي چې ددې ګټه به عام اولس ته ورسي۔ وزیراعظم ووئيل دا مهال د يو لك كورونو په جوړولو كار روان دې ، هغه زیاته کړه چې بېنكونو ته د 226 اربه روپو قرضې لپاره 61 زره خواستونه ترلاسه شوي دي او د كورونو جوړولو لپاره د 90 اربه روپو قرضو خواستونه منظور كړې شوي هم دي۔
نوموړي اوویل چې بېنك تر دې دمه 24 اربه روپۍ وركړې دي۔ وزيراعظم زیاته کړه چې د فراش ټاؤن په 670 كناله زمكه 4400 اپارټمنټس جوړولې شي او دا 2000 اپارټمنټس به کم آمدن لرونكو طبقو ته وركولې شي او 400 اپارټمنټس ه هغه خلقو ته ورکړل شی چې په کچه کورونو کښې پاتې کیږي.






