پاکستان او برطانیه ترمینځ معاهده آخري مرحلې ته داخله شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او برطانيې ترمينځ د غير قانوني مهاجرينو د بيرته ستنولو معاهده وروستې مرحلې ته داخله شوې ده، په رسنیو کښې د یو رپورټ مطابق د كورنيو چارو لپاره د وزيراعظم سلاكار شهزاد اكبر او د برتانيې د كورنيو چارو سېكتر د ناقانونه كډوالو په اړه هوكړه ليك نهايي كړو۔
د رپورټ مطابق د بريتانيا عالي کمېشنر کرسچن ټرنر پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د تړون له مخې په هر هېواد کې مېشت غير قانوني کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د برطانيې د هائي کميشن لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې دغه معاهده به د حتمي منظوري لپاره د پاکستان وفاقي کابينې ته وړاندې کيږي او د حتمي منظوري نه پس به دغه معاهده د روان کال تر آخره پوري عملي کولې شي۔





