پاکستان ورچویل په میدان کښې لوړو زده کړو ته اړتیا لری: صدر پاکستان

0
112

باغي ټي وي رپورټ
صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي په بیان کښې ویلي دي چې پاکستان د ورچویل تعلیم په میدان کښې د اعلی تعلیمی زده کړو ته اړتیا لری او داسې ځوانانو او افرادي قوت ته ضرورت لري چې د انفارمیشن ټیکنالوجی په میدان کښې ښه تعلیم او تربیت حاصل کړي او په خپل هیواد کښې خدمت ته ملا وتړي.

صدر ډاکټر عارف علوي د شهید ذوالفقارعلي بهټو میډیکل یونیورسټي د اکیډیمک بلاک د بنیاد تیګې ایښودو دستورې ته په خپله وینان کښې اوویل چې چې زه د انفارمیشن ټیکنالوجۍ او د ورچویل تعلیم قایم او زه په انفارمیشن ټیکنالوجی تعلیم کښې ډیره خوښي لرم چې ځوانان د انفارمیشن ټیکنالوجي لوړې زده کړې وکړي.
صدر ډاکټر علوي اوویل چې د 1970 او 1990 په لسيزو كښې د هېواد نه په لويه شمېره مېډيكل ګريجوېټس بهرنو هېوادونو ته لاړل او مونږ د دوي څخه استفاده ونه كړې شوه، هغه زیاته کړه چې پاكستان ته په دې وخت كښې د نرسز او نورې تربيت يافته طبي عملې ضرورت دے، صدر پاکستان اوویل چې بايد دوي بهر هېوادونو ته ونه لېږلے شي او دا ځوانان په پاکستان کښې خپل خدمت وکړي چې د خپل ملک د پرمختګ او د اولس خدمت لپاره خپل رول ولوبوي.
صدر اوویل چې په هېواد كښې هر كال 26 زره د آئي ټي ګريجوېټس د تعليمي ادارو څخه فارغ التحصيل كېږي او د ګاونډي هېواد په مقابل كښې دا شمېره ډېره كمه ده، هغه زیاته کړې چې زمونږ د هیواد تعلیمي ادارې او ددې هیواد وګړي په دې خاص توجه ورکړي چې د آیی ټي په میدان کښې لوړې زده کړې وکړي.

Leave a reply