هند زمونږ نزدې ملګرې دې، په افغانستان کښې د شریکو ګټو لپاره هند سره په شریکه کار کولو ته تیار یو: امریکا

باغي ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښې د ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ نه د افغانستان اسلامی امارت حکومت دې او د امارت عبوري حکومت هم کار پیل کړې دي خو تراوسه پورې لا هم یو هیواد هم د اسلامی امارت حکومت په رسمي توګه قبول کړې نه دې خو ګونګوسي دي چې چین او مغربی هیوادونو څه مخالف هیوادونه غواړي چې باید امریکا په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت اوپیژني.
د افغانستان لپاره د امریکا حکومت د ډاکټر خلیل زاد نه پس ځانګړې استازې تهامس ویسټ په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د هند حکومت ډیرو مهمو چارواکو سره ی لیدنه کړې دې او په افغانستان کښې ی د امریکا او هندوستان په ګډو ګټو ټینګار کړې دې.
هغه لیکي چې د هند حکومت ډیر مهمو امنیتي چارواکي اجیت ډوال، د هند خارجه چارو مرستیال هرشرنګل ،جې پي سنګهه سره د هند په یاه تخت دهلي کښې ناسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي وایی چې امریکا حکومت به د خپل نزدې دوست هند سره په ګډه کار وکړی چې په یو پرامن او ولاړ افغانستان کښې د دواړو هیوادونو ګټې خوندي شی.
A pleasure to meet with Indian National Security Advisor Ajit Doval, Foreign Secretary @harshvshringla, Joint Secretary JP Singh & others in New Delhi today. We will work together with our close partner to address our abundant shared interests in a stable & peaceful Afghanistan. pic.twitter.com/asx8ygyPUQ
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) November 16, 2021






