په افغانستان کښې که معاشي ستونزه زیاته شی نو دلته د انتها خوښۍ خطرې زیاتیدو اندیښنه ده: ډیبورا لیونز
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو استازې ډیبورا لیونز نړۍ له خبردارۍ ورکړې دې چې که چرې په افغانستان کښې د معاشي ستونزې هوارې نه شي او دلته معاشی ستونزي زیاتې شی نو په دې هیواد کښې د انتها خوښي اندیښته شته چې دا به ددې هیواد او د نړۍ امن ته هم زیان ورسوي.
د فرانسیسي خبر رسنې ادراې د یو رپورټ مطابق لیونز تیر ورځ د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل کښې په یو بیان کښې اوویل چې د ځایی معیشت تباه کیدو سره سره نه یوازې د نشیی توکو ، وسلو او بشري قاچاق کښې زیاتوالې امکان دې بلکه هم دې ستونزو سره سره د ترهګرۍ او انتها خوښې زیاتیده اندیښتنه ده .
ډیبورا اوویل چې په افغانستان کښې طالبان د داعش ډلې په ضد او ددې ډلې په مخنیوي کښې پاتې او ناکامه راغلي دي ،هغې دا ځواب د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخام متقي له خوا د امریکې کانګریس ه د هغې لیکل شوي خط په لیږلو نه روسته ورکړو په کوم خط کښې چې د افغانستان خارجه وزیر د افغانستان د کنګل شوو اثاثو بحالولو غوښتنه کړې ده.