د تورخم لارې د افغانانو تګ راتګ جاري دي

0
79

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د سرکارۍ سرچینو ترمخه په ۱۷ نومبر هم په ګنر شمیر کښې افغانان پاکستان ته راداخل شوي ، هم دغه شان په ګنړ تعداد کښې افغانان د پاکستان نه افغانستان ته داخل شوي دي.

د سرچینو ترمخه د افغانستان نه په ۱۷ نومبر ۱۹ افغان مریضان پاکستان ته راداخل شوي دي، دې افغان مریضانو سره ۱۵ نور داسې کسان هم وو چې ددې افغانانو مریضانو خپلوان وو او ددې مریضانو په پاکستان کښې خیال وساتي.
۳۱ اګست په افغانستان کښې د امریکایی او نیټو ځواکونو آخري ورځ وه ، ددې ورځ نه پس د تورخم په لار هم یو شمیر د بهر هیوادونو وګړو تګ راتګ جاري دي او د افغانستان په پایه تخت کابل کې هم د پاکستان سفارت نن هم پرانستې دې او پاکستان ته راتلونکي افغانانو ته د پاکستان لپاره د سفر کاغذونه او نور ضروری معلومات ورکوي.
د سرچینو مطابق په ۱۷ نومبر په پاک افغان پوله ۴ د بهر هیوادونو وکړي هم د افغانستان نه پاکستان ته راداخل شوي دي، په دې کسانو کښې ۲ د برطانیه او دو د چین هیواد وګړي شامل وو چې پاکستان ته راداخل شول.

Leave a reply