سرکاري ملازمین وایی ګرانۍ ورله ملا ماته کړې

0
65

باغي ټي وي رپورټ
په ملک کښې د روانې ګرانۍ په وجه د ملک د بیلا بیلو صوبو د سرکارۍ ادارو نوکرانو تنظیمونو فیصله او اعلان کړې دې چې د ۳۰ نومبر نه به په پایه تخت اسلام آباد کښې د ګرانۍ په ضد او ددوی معاشونو کښې د اضافه کولو لپاره په احتجاج لاس پورې کړي.

د ضم قبایلي سیمو د آل ټرایبل ټیچرز ایسوسي ایشن په نامه یو تنظیم هم په خپل فیس بک پانړه تصویرونه خپاره کړي دي چې ددوی ملګري پایه تخت اسلامی آباد ته رسیدلي دي چې د ګرانۍ په ضد په لاریون کښې شرکت وکړی او د حکومت نه د خپلې جایزې غوښتنې اوغواړي.
د سرکاري ملازمینو غوښتنه ده چې د روانې ګرانۍ په مناسبت دې ددوی په معاشونو کښې اضافه وکړۍ شي ځکه چې، ددوی وینا ده، چې په ملک کښې د خوراکي توکي او نور د ژوند د ضرورت سامان په څو چنده ګران شوي او حکومت چې په معاشونو کښې څومره اضافه کړې ده نو دا د ګرانۍ په نسبت د صفر برابره ده.

Leave a reply