د پاک-افغان همکارۍ ټولنې د سیوري لاندې په افغانستان کښې د سترګو د علاج کیمپ لګولو تابیا شوې ده

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان حکومت له لوري جوړ شوې محمد علي جناح روغتون: فایل فوټو
نصیب شاه شینواري
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارت په خپل ټویټر پانړه خبر خپور کړې دې چې د پاک افغان د همکارۍ فورم له اړخه به د افغانستان په پایه تخت کابل او د خوست په ولایت کښې به پاکستاني د سترګو ډاکټران په دې ولایتونو کښې د سترګو د مریضانو د علاج لپاره مفت کیمپ ولګوي.
په کابل کښې د پاکستان سفارت د ټویټر په پانړه نور تفصیل داسې ورکړې دې چې په پایه تخت کابل کښې د ۲۲ نومبر نه واخله تر ۲۴ نومبر پورې د جناح په روغتون کښې به دا کیمپ ولګي او د خوست په ولایت کښې به دا کیمپ د ۱۸ نومبر نه تر ۲۰ د نومبر پورې کیمپ ولګول شي چې هغه ناروغان چې د سترګو مرضونه لري علاج ی وشی او داروګان ورته ورکړل شي.
د یادونې ده چې په تورخم پوله هم روزانه په ګنړ شمیر کښې افغان مریضان پاکستان ته د علاج لپاره داخلیږي خو په پوله د اسلامی امارت چارواکي وایی او غوښتنه کوي چې په تورخم پوله ډیرو کمو افغان مریضانو ته اجازت ورکول کیږي چې پاکستان ته د علاج لپاره سفر کړي، هغوی د رسنیو په ذریعه د پاکستاني چارواکو نه غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې تر ۱۰۰ او ۲۰۰ پورې د افغان مریضانوته اجازت ورکړې چې دوی پاکستان ته داخل شی، د افغان چارواکو وینا وه چې روزانه د افغانستان په تورخم کښې په زرګونو شمیر کښې افغان مریضان د تورخم په طرف راځي چې پاکستان ته د علاج لپاره سفر وکړي خو په کم شمیر کې افغان مریضانو ته اجازه ورکول کیږی.
په افغانستان کښې افغان چارواکو د پاکستان حکومت، اولس او د پاک افغان د همکارۍ د ټولنې مشرانو دا کار په ښو ټکو کښې ستایلې چې افغان اولس لپاره ی په کابل او خوست کښې د سترګو د علاج لپاره د کیمپ لګولو فیصله او اعلان کړې دې.
Free Eye Camp will be held by Pakistani doctors at Public Health Office Khost on 18-20 November and at Jinnah Hospital Kabul on 22-24 November under the auspices of Pak-Afghan Cooperation Forum pic.twitter.com/84uI51v2v4
— Pakistan Embassy Afghanistan (@PakinAfg) November 17, 2021






