په پیښور کښې انتظامیه قانوني کاروایی کړې

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور مرکزي ښار انتظامیه په دې ښار کښې د قانون نه په سرغړونه او د قانون او د انتظامیه ته ټاکل شوو اصولو پرته خوراکي توکو په زیات قیمت خرڅولو په جرم کښې ګنړ شمیر دوکانداران او نور کسان نیولي دي او انتظامیه بیان جاري کړې دي چې هیچا ته به اجازت ور نه کړي چې دوی قانون نه سر غړونه وکړي.
ايډيشنل اسسټنټ کمشنر انور اکبر خان په چارسده روډ باندي د مختلفو دوکانونو د معاينې په مهال زیات دوکانداران د خوراکي سامان خرڅولو، د سرکاري نرخ او فهرست نه ساتلو، کم وزن روټي او د صفائي په نه کولو یا په کمه صفایی ی دا دوکانداران نیولي دي.
د پيښور د انتظامیه په ټولنیزو رسنیو خپور د یو رپورټ مطابق ددوی وینا ده چې دې نیول شوودوکاندارانو سره به قانوني چلند وشي.






