په بهر ملک کښې یو پاکستاني لس زره ډالر پاکستان ته ډالۍ کړل
باغي ټي وي رپورټ
نن د پاکستان په پارلیمان کښې د دواړو ایوانونو په شریکه غونډه کښې په بهر ملکونو کې میشت پاکستانیانو ته ووټ اچولو حق ورکړې شول، په بهر هیوادونو کښې میشت پاکستانیان د پاکستان پارلیمان له اړخه بهر ملک کښې پاکستانیانو ته د ووټ حق ورکول په ښو ټکو کښې ستایلې دې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه بهر هیوادونو کښې دوی ته د ووټ حق ورکول باندې مباري وړاندې کړي او د قریشي دې ټویټ په ځواب کښې که بعضې ټویټر استعمالوونکو په د پي ټي آیی په حکومت تنقیدونه کړي خو یو پاکستاني دا ټویټ هم کړې دې او په ځواب کښې ی قریشي ته څه په دا ډول خبره کړې ده چې
( ډیره مننه شاه جی! زه حکومت ته لس زره ډالرد سلامۍ په توګه وړاندې کوم چې مونږ ته یې د رایې ورکولو حق راکړو او دا قبول کړۍ. )
ومنئ
بہت شکریہ شاہ جی
ہمیں ووٹ کا حق دینے کی خوشی میں میری طرف سے حکومت کو دس ہزار ڈالر کی سلامی
قبول فرمائیں pic.twitter.com/ihStula4XY— Overseas Pakistaniآزادی چاہئیے (@rmf_1) November 17, 2021