شاه محمود قریشي پاکستان قام او بهرني هیوادونو کښې پاکستانیانو ته مبارکي وړاندې کړيد

0
171

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بهر ملکونو کښې کارکوونکي پاکستانیانو له دوی ته په پاکستاني پارلیمان کښې د ووټ حق ورکولو په لړ کښې مبارکی ورکړې ده.

شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلی دی چې ټولو بهر میشتو پاکستانیانو ته د ووټ حق ترلاسه کولو مبارکي وایم، هغه په ټویټ کښې زیاتوي چې په بهر کې میشت پاکستانیان زمونږ د ټولو نه لویه سرمایه او اثاثه ده او ددوی لپاره د رای غوښتنه جایز ده.
هغه ویلي دي چې نن د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د خپل منشور یوه بله مهمه وعده پوره کړه او په بهر نړۍ کښې میشت پاکستانیانوته ی د ووټ حق ورکړو.

Leave a reply