په روس کښې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په اړه د د امريکې خصوصى استازې ټامس ويسټ ماسکو کښې د روس هم منصب ضميرکابلوف سره یو مهمه غونډه کړې ده، په دې غونډه کښې دواړو مشرانو د افغانستان په موجوده صورتحال او په افغانستان کښې د امریکا او روس د ګډو ګټو په اړه ی خبرې اترې کړي دي.
د خیبر نیوز په ویب پانړه د چاپ یو رپورټ مطابق ددې غونډې په دوران کښې امريکایی استازي ټامس ويسټ وئيلي دي چې هغه په ماسکو کښې افغانستان لپاره د روس استازي ضمير کابلوف او د روس سيکيورټي کونسل نائب مشر وينيديک توف سره ليده کاته کړيدي.
په دې بيان کښې زياته کړي شويده چې په دې ملاقاتونو او غونډه کښې په افغانستان کښې ا مریکا او روس په شریکو ګټو او نور و مهمو خبرو او ستونزو باندې ټینګار شوې دې.
ضمير کابلوف وئيلي دي چې امريکایی هم منصب سره ئې د افغانستان د ټولو مسئلود حل په حواله خبرې کړيدي هغه زياته کړه چې طالبان نړي سره شوي خپل لوظونه پورا کولو هڅې کوی خو دغه هڅې او کوششونه ډیر په کم رفتار روان دی.






