د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي سیکانو ته ستړي مشي ویلي دي

0
72

باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کښې د سیکانو مذهبي او روحاني مشر بابا ګوروناک د زیږون په ۵۵۲ ورځ مناسبت سره په مذهبي غونډو کښې د ګډون لپاره په زرګونو شمیر کښې سیکان د هند نه پاکستان ته راداخل شوي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دې سیکانو ته پخیر راغلې او ستړي مشي ویلي دي.

قریشي په یو بیان کښې ویلي دي چې پاکستان د نومبر له 17 څخه د کرتارپور له لارې ګوردواره دربار صاحب ته د سیکانو زیارت کونکو هرکلي ته سترګې په لار دی او ستړي مشی ورته وایی، د اې پي پي یو رپورټ مطابق قریشي وویل چې پاکستان د کرتارپور کورویډور د جون په 29 ، 2020 کې د کوروناوبا له امله د شاوخوا دریو میاشتو ځنډ وروسته بیرته پرانستل شو، هغه زیاته کړه چې هند دا پوله شاوخوا 20 میاشتې له خپل لوري تړلی وه، او اوس یې د بیا پرانیستلو اجازه ورکړې ده.
باغي ټي وي سره په خبرو اترو کښې د سیکانو مذهب سره تعلق لرونکې میرمنو په پاکستان ته راتګ او دلته د خپل مذهبي مشر د زیږون ورځې په مناسبت غونډه او مذهبي غونډو کښې د ګډون کولو باندې د ډیرې خوشحالۍ څرګندونه وکړه او د پاکستان حکومت او د اولس ستاینه ی وکړه.
د یادونې ده چې په هند کښې د پاکستان هایی کمیشن دڅه ۳۰۰۰ سیکانو ته ویزې جاري کړي چې هغوی به د کرتارپور کوروډور په لار پاکستان ته راشي او دلته په د خپل مذهبي مشر بابا ګورونانک د زیږون په مناسبت تابیا شوو غونډو کښې شرکت وکړي.

Leave a reply