امریکا یو ځل بیا ویلي چې طالبان لۀ القاعده شبکې سره د پخوا پۀ څېر اړیکې پالي 

0
172

امریکا یو ځل بیا ویلي چې طالبان لۀ القاعده شبکې سره د پخوا پۀ څېر اړیکې پالي 

په دې راپور کې راغلي، چې ښایي طالبان د امريکا د غبرګون مخنيوي لپاره له القاعدې وغواړي چې د امريکا او يا هم د امريکا د متحدينو موخې په نښه نه کړي، ځکه دا يې اوسنى واک له خطر سره مخ کولى شي.

 

(2021 / 11 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا دفاع وزارت د دې هېواد کانګرېس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د کابل تر سقوط وروسته هم د طالبانو او القاعده شبکې اړیکي نه‌دي بدلې شوي.

په دې راپور کې راغلي، چې ښایي طالبان د امريکا د غبرګون مخنيوي لپاره له القاعدې وغواړي چې د امريکا او يا هم د امريکا د متحدينو موخې په نښه نه کړي، ځکه دا يې اوسنى واک له خطر سره مخ کولى شي.

دفاع وزارت کانګرس ته په دې راپور کې پاکستان ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، دغه هېاود هڅه کوي له طالبانو سره افغانستان کې د خپلو موخو لپاره ښه اړيکي وساتي.

د راپور په حواله، افغانستان کې د هند اغېز کمول، د پاکستاني طالبانو پر وړاندې مقابله او خپلې خاورې ته د بې ثباتۍ د غځېدو مخنيوى د پاکستان مهمې موخې دي.

اړوند موضوعات: 

 لانګ وار ژورنال وايي چې د کابل لپاره د طالبانو لۀ خوا نومول شوی والي لۀ القاعده شبکې سره اړیکې لري 

امریکا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د سولې تړون لاسلیک کړ، چې پکې یو اساسي شرط له القاعده شبکې سره د دې ډلې د اړیکو پرېکون و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې له القاعده او نورو ډلو سره د اړیکو درلودو خبرونه رد کړي دي.

Leave a reply