پخوانی افغان محلي قومندان ایراني چارواکو د جال کارۍ پۀ تور نیولی دی 

0
276

پخوانی افغان محلي قومندان ایراني چارواکو د جال کارۍ پۀ تور نیولی دی 

په ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د کډوالو چارو یو چارواکي مهدي محمودي ویلي چې قیصاري خپله هم په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوی او په دغه هېواد کې یې په غیر قانوني کړنو لاس پورې کړی دی.

 

(2021 / 11 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نظام الدین قیصاري د اسنادو د جعل په تور په ایران کې د دغه هېواد د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

تسنیم اژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې د پخواني نظام یو سیمه ییزو قومندان د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

قیصاري د اسنادو پر جعل‌کارۍ او د افغان کډوالو په تېر ایستلو تورن دی.

په ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د کډوالو چارو یو چارواکي مهدي محمودي ویلي چې قیصاري خپله هم په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوی او په دغه هېواد کې یې په غیر قانوني کړنو لاس پورې کړی دی.

هغه ویلي چې نوموړی اوس د ایراني پولیسو په توقیف کې دی. د یادونې ده چې نظام الدین قیصاري د مزارشریف تر سقوط وروسته د طالبانو له لوري ونیول شو خو تر خوشې کېدو وروسته یې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې دی په ایران کې د افغان کډوالو د استازي په توګه ټاکل شوی دی.

Leave a reply