د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان پارټۍ د ګرانۍ په ضد مارچ کولو اعلان کړې

0
191

باغي ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان پارټۍ د میډیا سیل نه یو خبر خپور شوې دې چې وایی چې په ملک کښې د روانۍ ګرانۍ په ضد به دوی یو لوی احتجاجی لاریون وکړي .

د جې یو آیی (ف) میډیا ذمه وار جهاد شاه آفریدي مطابق د جې یو آیی ف ګرانۍ په ضد دا حتجاجی لاریونه به په ۲۰ نومبر وشي او په دې کښې به په ګنړ شمیر کښې زمونږ د پارټۍ مشرانو او نور ځای خلق ګډون کوي چې په ملک کښې د روانۍ ګرانۍ غندنه وکړي.
د میډیا سیل ذمه وار مطابق دا لاریون به د مفتي محمود مرکز نه تر جي ټي روډ پورې وشي او دې احتجاجي لاریو ته به د پي ډي ایم، پاکستان ډیموکریټک موومنټ مشران وینا ګانې وکړي.
د یادونې ده چې په ملک کښې د روانې ګرانۍ په ضد ټول سیاسي ګوندونو او عام اولس احتجاجونه پیل کړي دي او د حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ملک کښې دې د ګراني کمه کړي او حکومت دې ددې ملک غریب اولس باندې رحم وکړي.

Leave a reply