په لنډیکوتل کښې د یوې اسلامی مدرسې زده کوونکې مړ شوې

د لنډیکوتل په سرکارۍ هسپتال کښې د مدرسې زده کوونکي مړې پروت دې.
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې په سلطان خیلو کلي کښې یو ماشوم چې د اسلامی مدرسې زده کوونکې وو،مړې ی د ودانې په یوه کوټه کښې مړ موندل شوې دې.
د ځایی سرچینو او د روغتون اهلکارو مطابق ماشوم چې حسن نامه ی ده،عمر ی ۱۱ یا ۱۲ کاله دې او د بشرعلی ځوی دې، د مړ ماشوم په مرۍ کښې د پړي یعني رسې له وجهې جوړ شوې زخم او داغونه ښایی چې دې ماشوم یا ځان زندۍ کړې او یا بل چا زندۍ کړې دې او بیا مړ شوې دې.
د زده کوونکې ماشوم د مړینه نه پس دده په کورنۍ غم خپور شو او د ماشوم په مړینه او وژنه د کور غړو او د کلي خلقو د سخت خفګان څرګندونه کړې ده.
د سرچینو مطابق وس پورې دا معلومه نه دې چې دې ماشوم ځان په خپله وژلې دې یا بل چا وژلې دې. ماشوم د خپل کلي په ادیره کښې خاورو ته سپارل شوې دي، د ځایی خلقو مطابق دا ماشوم په باړه تحصیل کښې په یو اسلامی مدرسه کښې دیني زده کړې کولې.





