د جمرود کرش پلانټونه مو په قانوني توګه بند کړې دي: د جمرود اسسټنټ کمشنر

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې نن ځای د کرش پلانټ مزدورانو او مالکانو ددوی پلانټونو د تړلو په ضد د پيښور او تورخم لویه لار بنده کړې وه.
په دې اړه د جمرود انتظامیه موقف مخې ته راغلې دې ، د اسسټنټ کمشنر جمرود جواد علي رسنیو ته ویلي دي چې په جمرود کې غيرقانوني کرشنګ پلانټونه بند کړي شوي دي.
د اسسټنټ کمشنر وینا ده چې دا کار ی ځکه کړې دې چې د دې کرشنګ پلانټونو څخه به خطرناک لوګي وتلو چې له وجهې ی د شاوخوا خلکو ژوند ډیر بد متاثر شوې وو.
د هغه ونیا وه چې ځايي خلک د غيرقانوني کرشنګ پلانټونو د دوړو له وجهې ډیر سخت تنګ شوي او مجبور شوي وو او جمرود انتظامیه ته یو شکایتونه کړې وو. هغه زیاته کړه چې ددې خلقو په شکایتونو ضلعي انتظاميې ګام پورته کړی او دغه کرشنګ پلانټونه ی بند کړي دي.






