د پیښور او تورخم لویه لار ځایی خلقو بنده کړې وه

0
171

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې په تاریخي خیبر پاس د جمرود په تحصیل کښې بهګیاړي چیک پوسټ سره نزدې ځایی د کرش پلانټ مالکانو او مزدورانو د پیښور او تورخم لویه لار د هرقسم تګ راتګ لپاره احتجاجا بنده کړې وه.

د ځای خبریالانو او د خلقو مطابق د جمرود په سیمه کښې د کرش پلانټونو مالکانو تور لګولې دې چې د جمرود اسسټنټ کمشنر ددوی پلانټونه په غیرقانوني توګه بند کړي دي، د پلانټونو مالکانو رسنیو ته ویلي دي چې حکومتي چارواکو دوی ته هیڅ کومه مراسله نه وه جاري کړې او زمونږ د کرش پلانټونه ی په غیرقانوني توګه بندی کړي دي.
مزدورانو او او مالکانو غوښتنه وکړه چې ددوی پلانټونه دې پرانستل شي ، ددوی وینا ده چې د پلانټونو د بندیدو په وجه دوی سره کارکوونکې په سلګونو مزدوران بې روزګاره شوي دي. د ځایی سرچینو مطابق سرک کم او زیات دوه ساعته بند وو چې له وجهې ی مسافرو او مریضانو ته سخت مشکلات رامخې ته شوي وو،روسته بیا د انتظامیه سره خبرو اترو نه پس سرک پرانستل شو.

Leave a reply