د لنډیکوتل او جمرود لپاره د 19 کروړو د اوبو منصوبې اعلان شوې دې

0
67

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخواد ضلع خیبر تحصیل جمرود او د لنډیکوتل سیمو خلقو لپاره د څښلو د اوبو یوې لوی منصوبې اعلان کړې دې، د اوبو دې منصوبې سره به د جمرود او لنډیکوتل په زرګونو خلقو ته د څښلو اوبه ورسي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په خپل فیس بک پانړه ددې پروژې تفصیل جاري کړې او هغه وایی چې په دې منصوبه به ۱۹ نولس کروړه روپۍ لګښت راشي او ددې پروژې له وجهې به د جمرود او لنډیکوتل ۳۰،۱۶۵ خلقو ته د څښلو اوبه کورونو ته ورسي .
نوموړي وایی چې دې سیمو ته به روزانه ۶ لکه او او ۹۰ نوي زره ګیلنه اوبه ورکول کیږي چې دې سره به دې خلقو ته ډیره اساني پیدا شي او په خپل کور دننه به ورته د څښلو اوبه ورسي.
د ضلع خیبر ځای اولس او مشرانو د صوبایی حکومت دې منصوبې اعلانولو ستاینه کړي او غوښتنه ی کړې چې دا منصوبه دې زر تر زر عملي شي ځکه چې د جمرود او لنډیکوتل سیمو کښې خلقو د څښلو د اوبو ډیر سخت ضرورت دې او د اوبو د کمی او نشتوالي وجهې دې سیمیې خلقو ته ستونزې رامخې ته شوي.

Leave a reply