د پیښور ضلعي انتظامیه په ښار کښې د خوراکي توکو لسټونه جاري کوي

0
119

باغي ټي وي رپورټ
په صوبه عام اولس ته انسانتیاوي ورکولو او په ارزان نرخ خوراکي توکي خرڅولو لپاره روزانه په دوکانونو او مارکیټونه چاپې وهې او د دوکاندارانو څارنه کوي چې دوی په ګران نرخ خوراکي توکي خرڅ نه کړي.

د پيښور ضلعي انتظاميي افسرانو نن د پيښور ډپټي کمشنر کپټن (ر) خالد محمود په هدایاتو د بازارونو دوره وکړه او د خوراکي توکو قیمتونه ی معلوم کړل.
ايډيشنل اسسټنټ کمشنر نور اکبر خان او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اعزاز احمد په سبزي منډي او پبپل منډي کښي د بولۍ عمل کښې په خپله ګډون وکړو . هغه د داوطلبۍ نه وروسته د خپل نظارت لاندې د خوراکي توکو د نرخ رسمي لیست خپور کړو.
د انتظامیه د ټولنیزو رسنیو باندې خپور د رپورټ مطابق دوی غواړي چې په صوبه کښې د خوراکي توکو پلورلو قیمتونه کنټرول کړي او عام اولس ته سهولتونو ورکړي چې دوی ته په ارزان نرخ خوراکي توکي په لاس راشي.

Leave a reply