په دې ملک کښې نواز شریف بې ګناه ثابتولو لپاره ډیرې بهانې او لطیفې کیږي: فواد چوهدري
باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد:د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دي چې د ایو فیلډ اپارټمنسټس روپۍ د کومه څخه راغلي دي او د مریم نواز د اربونو روپو جایدادونه د کوم ځای راغلي دي ، ددې سوالونو او اربونو روپو حساب او ځواب دې ورکړي.
وفاقي وزیر په خپل يو ټويټر پانړه لیکلي دي چې د انصار عباسي په يو حيرت انګيز رپورټ او سټوري مې د نظر څخه تيره شوه چې پكښې د ګلګت يو جج صاحب فرمائيلي دي چې كله هغه د ثاقب نثار صاحب سره چائے څښلې نو جج صاحب په فون د هائي كورټ جج ته ووئيل چې د نواز شريف ضمانت د ټاكنو څخه وړاندې وانه خستلې شي، هغه زیات کړه چې په دې ملک کښې څه څه رنګ لطيفې او بهانې د نواز شريف د مظلوم او بې ګناه ثابتولو لپاره كېږي.