خیبر پښتونخوا حکومت یولک ځوانانو له د انفارمیشن ټیکنالوجۍ تعلیم ورکوي: اسد عمر

0
149

باغي ټي وي رپورټ
پیښور: د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزیر اسد عمر په یو بیان کښې ویلي دي چې حکومت د ځوانانو د تعلیم او تربیت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کوي او غواړي چې د ملک او صوبو ځوانان لوړې زده کړې حاصلې کړي.

وفاقي وزیر اسد عمر د دو ورځو ډیجیټل یوتهه کانفرنس ته په وینا کښې اوویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت د انفارمیشن ټیکنالوجي په څانګه کښې یو لک ځوانانو ته تعلیم او تربیت ورکوي.
هغه اوویل چې د حکومتی د آي ټي په میدان کښې د ښه پلاننګ او او سرمایه کارۍ په وجه زمونږ برآمدات زیات شوي دي چې دا ددې هیواد لپاره د یو لوی فخر او عزت خبره ده.
نوموړي اوویل چې په انفرادی یوتھ کمیونټۍ كښې پاکستان د نړۍ 5 پینځم لویه کمیونټي ده كوم چې د آئي ټي په څانګه كښې د پاکستان د پرمختګ ښكاره اشاره ده. هغه اوویل چې غیر ملکي سرمایه كارو اعتماد په هېواد نور هم مستحکم شوې دې او د آئي ټي په څانګه كښې په اربونو ډالره سرمایه كاري په پاکستان کښې بیل کړې دي چې دې سره به زمونږ اقتصادی ته ډیره ګټه ورسي.
وفاقي وزیر اوویل چې په كال 2018 كښې 2.3ملیونه ملازمتونه زيات شوې دي ، پاکستان كښې د زراعت په څانګه كښې د پرمختګ پراخه موقعې شته او حکومت بشپړه پام لرنه كوي چې د غنمو ، وريژو ، ګنې فصلونه پیداوار په ريكارډ كچې ته ورسي او دا هیواد په ذراعتي پیداوار کښې خودکفیل شي چې په بهرني هیودونو باندې ی انحصار کم شي.

Leave a reply