په افغانستان کښې به ښځینه لوبغاړو کرکټ لوبه دوام کوي: افغانستان کرکټ بورډ

0
103

باغي ټي وي رپورټ
د کرکټ نړیوالې ادارې په یو بیان کښې ویلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ دوی ته باور ورکړې دې چې په افغانستان کښې به د جونو کرکټ دوام وکړي خو دا اداره وایی چې دوی ددې ژمنه د عملي کولو په انتظار دې چې په افغانستان کښې د جونو کرکټ لوبه یو ځل بیا پیل شي.

د باختر نیوز آژانس مطابق سږ کال د نړيوال شل اووریز د کرکټ جام نه پس د طالبانو له خوا داسې بیان مخې ته راغې چې هغوی به جونو د کرکټ اجازت ور نه کړي. د فرانس خبري آژانس د رپورټ مطابق د کرکټ نړیوالۍ ادراې مشر ویلي دي چې طالب مشرانو دوی ته باور ورکړې دې چې په افغانستان کښې به د جونو کرکټ دوام وکړي ، دا مشر زیاتوي چې دوی تراوسه پورې په افغانستان کښې د ښځینه د کرکټ لوبغاړو باندې د بندیز نښې نښانې نه دي لیدلي.
هغه زیات کړه چې زمونږ هدف دا دې چې په افغانستان کښې نارینه او ښځینه داواړو لوبغاړو ته اجازت ورکړې شي چې دوی د کرکټ لوبه جاري وساتي.

Leave a reply