په ګرانۍ کښې زیاتوالۍ روان دې: د شماریاتو اداره

0
166

باغي ټي وي رپورټ
د ملک د شماریاتو ادارې په یو بیان کښې ویلي دي چې په ملک کښې د خوراکي توکو قیمتونه مسلسل زیات شوي دي او په ملک کښې د ټماټرو، غوړو، او پیازو سره د دیرشو نور څیزونو قیمتونه زیات شوي دي.

د ادارې د رپورټ مطابق په ملک کښې د ګرانۍ شرح ۱۷.۳۷ سلنه ده او په روانه اونۍ کښې په ګرانۍ کښې ۱.۸۱ سلنه اضافه شوې ده. رپورټ زیاتوي چې د کم آمدن والا خلقو لپار د ګرانۍ شرح ۱۸.۶۲ سلنه زیاته شوې ده.
رپورټ وایی چې به روانه هفته کښې صرف ۶ خوراکي څیزونو په نرخ کښې کمۍ راغلې او ۳۰ داسې څیزونو په نرخ کښې زیاتوالې راغلې دې.
د یادونې ده چې عام اولس په موجوده حکومت سختې نیوکې کوي چې حکومت غریب اولس ته په ریلیف ورکولو کښې پاتې راغلې دې او په ملک کښې د ورځ په ورځ ګرانۍ له وجهې غریب اولس د سختو مالي ستونزو سره مخ دې، عام اولس غوښتنه کوي چې په دې غریب عوام دې حکومت رحم وکړي او د خوراکي څیزونو او د پیټرولیم مصنوعاتو قیمتونه دې ټیټ کړي

Leave a reply