د امریکا پخوانی ولسمشر واشنګټن کې خپل هوټل خرڅوي

د امریکا پخوانی ولسمشر واشنګټن کې خپل هوټل خرڅوي

د وال سټرېټ ژورنال د راپور په حواله، دغه نوی شرکت چې د ټرمپ هوټل په اجاره اخلي، پلان لري چې د هوټل څخه د ټرمپ نوم لیرې کړي.

د ټرمپ انټرنیشنل هوټل د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د پنسلوانیا په کوڅې کې دی او د سپینې ماڼۍ څخه یوازې څو کوڅې لېرې دی.

 

(2021 / 11 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د راپورونو له مخې، د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې د سي جي آی سوداګریز ګروپ قرارداد کړی چې دغه اجاره د ټرمپ د کورنۍ څخه واخلي.

د وال سټرېټ ژورنال د راپور په حواله، دغه نوی شرکت چې د ټرمپ هوټل په اجاره اخلي، پلان لري چې د هوټل څخه د ټرمپ نوم لیرې کړي.

د ټرمپ انټرنیشنل هوټل د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د پنسلوانیا په کوڅې کې دی او د سپینې ماڼۍ څخه یوازې څو کوڅې لېرې دی.

د ټرمپ سازمان دا هوټل د امریکا د حکومت څخه په اجارې اخیستې و.

دې هوټل ته اکثریت د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویان او د بهرنیو هیوادونو جګپوړي مقامات ورځي.

د ټرمپ سازمان او د سي جي ای سوداګریز ګروپ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *