باغي ټي وي رپورټ
په هند کښې د پاکستان سفارت ۳۰۰۰ درې زره سکانو ته د پاکستان ویزا ورکړې چې دا سیکان د خپل مذهبي او روحاني مشر ګورو نانک په ۵۵۲ د زیږون ورځ لویه مذهبي غونډه کښې د ګډون کولو لپاره پاکستان ته راشي او په دې مذهبي غونډه کښې شرکت وکړي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق په هند کښې سیکانو د هند حکومت ته ویلي دي چې دوی له دې د راروان ۱۹ نومبر پورې د پاکستان تلو اجازت ورکړي او د کرتارپور پوله دې دوی ته خلاصه کړي چې دوی پاکستان ته داخل شي.
د رپورټ مطابق د ۱۷ نومبر نه تر ۲۶ نومبر پورې به د سیکانو مذهبی مشر ګورونانک بابا د زیږون په مذهبي تقریب کښې د شرکت لپاه د هند نه علاوه نورو هیوادونو نه هم په زرګونو شمیر کښې سیکان پاکستان ته سفر وکړي.
په هند کښې د پاکستان هایی کمیشن ۳۰۰۰ سیکانو ته ویزې ورکړي چې دا به هم پاکستان ته راشی او د ګوروناک په د زیږون په مذهبي غونډه کښې به شرکت وکړي.
د رپورټ مطابق دا سیکان په په کرتارپور کښې بیله بیلو د سیکانو ګوردوارو ته لاړ شی او هلته به دې ګوردوارو کښې په مذهبی رسمونو کښې شرکت وکړی او دې ګوردوارو کښې خپل مشر ته د عقیدت او احترام پیرزوینې وړاندې کړي.
کرتارپور ننکانه صاحب ته راتګ لپاره او د کرتارپور پوله خلاصیدو لپاره سیکانو یو ۱۳ کسیزه کمیټي جوړه کړې ده کومه به چې د هند حکومت سره د کرتارپور پوله د ګورونانک د زیږون په ورځو کښې د خلاصیدو په اړه خبرې کوي.
د سیکانو د کرتار پور بارډر د پرانستلو لپاره د کمیټې غړي اومشر بلوندر سنګهه ویلي دي چې دوی د کرتارپور په نړيواله پوله کرتارپور پوله خلاصیدو لپاره په ډیره بابا نانک کښې عبادت او دعاګانې کړي دي.
په هند کښې پاکستان هایی کمیشن ۳۰۰۰ سیکانو ته ویزې جاري کړي










Leave a Reply