شریف خاندان صرف خپلو ذاتي ګټو له توجه ورکړې وه:ډاکټر شهباز ګل

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران ویاند او خاص مرستیال ډاکټر شهباز ګل د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند مشرې مریم اورنګزیب په بیان د غبرګون څرګندونه کړې ده او ویلي دي چې شریف خاندان صرف د خپل ذاتی ګټو لپاره حکومت کړي دي.
ډاکټر شهباز ګل وایی چې شریف خاندان د قوم پیسه لوټ کړې ده او په بهر هیوادونو کښې ی جایدادونه جوړ کړي دي ، هغه زیات کړي چې شریف خاندان صرف د ذاتي ګټو لپاره سیاست کړې دې کوم د ملکی ګټې لپاره ی کار نه دې کړې.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق شهباز ګل اوویل چې د ټاکنو د اصلاحاتو نه تښتیدونکی د ټګۍ د لارې کامیابي ترلاسه کوي، هغه زیاته کړه چې په کال ۲۰۱۸ عامو ټاکنو کښې د مسلم لیک ن پارټۍ مشران اولس رد کړي دي، هغه زیاتوي چې داهل لیګ صرف د یو څو حلقو پورې محدود پاتې دي او پاکستان اولس شریف خاندان رد کړې دې.






