اسټریلیا په اول ځل شل اووریز نړیوال جام وګټل

0
194

باغي ټي وي رپورټ
نن په نړیوال د کرکټ شل اووریز جام په پای لوبه کښې اسټریلیا کرکټ لوبډلې نیوزي لینډ ته مالې ورکړه او فاینل لوبه ی وګټله.

د نیوزي لینډ ټیم اسټریلیا ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړې وو کوم چې د اسټریلیا توپ وهونکون په آسانۍ سره په ۱۹ اوور کښې پوره کړو او پای لوبه ی وګټله.
د اسټریلیا صرف ده لوبغاړې وسوزیدل. مچل مار ش ۷۷ منډې او وارنر ۵۳ منډې جوړې کړي او د ښې لوبې مظاهره ی وکړه او هم دغه شان ددې توپ وهونکو د ښې لوبې او توپ وهنې له وجهې اسټریلیا په اول ځل نړیوال شل اووریز جام په خپله نامه کړو.

Leave a reply