میډیا ۲۴ ګهنټې صرف سازشونه کوي: چوهدري فواد حسین

0
49

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په مرکزي حکومت کښې وفاقی وزیر اطلاعات چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دي چې نن سبا د چینۍ یعني بورې په نرخ کښې د ۱۰ روپو نه واخله تر ۴۳ پورې کمې راغلې دې خو دلته میډیا دا خبر نه نشر کوي چې دا ډیره د افسوس خبره ده.

د اتوار په ورخ هغه په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د هیواد لپاره د منفي میډیا او د جعلی خبرونه ډیر زیات خطرناک دي کوم لپاره چې د نوي قانون جوړول ضروري دي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق چوهدري اوویل چې حکومتي مسابقتي کمیشن د ګرانۍ کولو لپاره ملکی شوګر ملز ۴۶ اربه روپۍ جرمانه کړي دي. هغه زیاته کړې چې د ملک شوګر ملونو په دې جرمامه حکم امتناعي اخستې خو مونږ د ملک عدالتونو ته خواست کوو چې ددې مقدمو زر تر زر سماعت پیل کړي او په دې مقدمو پریکړې اعلان کړي.
د یادونې ده چې تیراونۍ په ملک کښې د بورې فی کلو نرخ ۱۵۰ ته رسیدلې وو ، په ملک کښې د موجودې ګرانۍ په ضد عام اولس او سیاسي ګوندونو احتجاجونه هم پیل کړي دي خو د وزیراعظم عمران خان وینا ده چې دوی د غریب عوام لپاره ریلیف پیکج هم اعلان کړي او په ملک کښې عام غریب اولس ته په ارزان نرخ خوراکي توکي په لاس راشي.

Leave a reply