پاکستان ته به زر د سعودی عرب ۳ ملیارد ډالر ورکړل شي

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې رپورټ چاپ شوې دې چې پاکستان ته د سعودی عرب له اړخه اعلان شوې مالي مرسته پاکستان ته ورکړل شي.
د خزانې مشیر شوکت ترین وايي، د سعودي عربستان له خوا به ډېر زر د ۳ میلیارد ډالرو مرستې پیکج پاکستان ته ورکړې شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په کراچۍ کې يوې غونډې ته وينا کې شوکت ترين وويل کله چې حکومت واک ترلاسه کړو نو داقتصادي مشکلاتو سره مخ شو، هغه اوویل چې داقتصاد پوهانو وينا وه چې دبچت د کمي دتجارتي عدم توازن له امله اقتصاد په شا روان دې.
ده ووئيل مونږ دوامداره پرمختګ ته ضرورت لرو، داسې پرمختګ ته ضرورت لرو چې د پنځو كالو نه، بلكې د 20 كلونو لپاره وي، د آئي اېم اېف پروګرام سخت دى خو ولس به ډېر زر د IMF سره د هوكړې په اړه ښه خبر واوري.
ترین اوویل چې د كرونا له وجې معيشت او د خوراکي موادو د رسد سلسله متاثره شو او ددې له وجهې نرخونه زيات شو او ګراني راغلخ خو د وزیراعظم عمران خان چې کورونا په كومه طريقه قابو كړه او ملک او معیشت ی وچلول نه دا طریقه او پلا ټولې نړۍ وستایل او عمران خان له ی داد ورکړو.






