د سوداګرۍ خونه وايي چې د سوداګرو کاروان د پاکستان تر بندرونو تللی شی
د سوداګرۍ خونه وايي چې د سوداګرو کاروان د پاکستان تر بندرونو تللی شی
دده په خبره له دې وروسته د افغانستان سوداګریز کاروانونه د پاکستان تر بندرونو پورې له خنډ او ځنډ پرته رسېدلی شي او هغه ستونزې چې تر دې وړاندې یې په مخ کې پرتې وې له دې وروسته نشته دي.
(2021 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر مهمو سوداګریزو مسایلو هوکړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې په اسلام اباد کې یې له پاکستاني لوري سره پر مهمو سوداګریزو مسایلو خبرې کړې دي او پر یو لړ اړینو مواردو هوکړه شوې ده.
دده په خبره له دې وروسته د افغانستان سوداګریز کاروانونه د پاکستان تر بندرونو پورې له خنډ او ځنډ پرته رسېدلی شي او هغه ستونزې چې تر دې وړاندې یې په مخ کې پرتې وې له دې وروسته نشته دي.
عزیزي زیاته کړې چې افغان سوداګر کولی شي نور له خطرونو او اضافي لګښتونو پرته خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.
نوموړي همدا راز ویلي چې د هوکړو له مخې په ډېری مواردو کې اسانتیا رامنځ ته شوې ده او پر هغو مواردو چې هوکړه شوې سر له نن به عملي کېږي.
ا.ا داسې مهال له پاکستان سره پر مهمو مسایلو د توافق خبره کوي چې پاکستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره پر ډېری سوداګریزو مواردو توافق کړی دی خو پر ژمن