د ا.ا.ا. د دفاع وزارت وايي چې اسلامي اردو به ډېر ژر بشپړه شي

د ا.ا.ا. د دفاع وزارت وايي چې اسلامي اردو به ډېر ژر بشپړه شي
نوموړي د تېرې اردو په اړه ویلي چې د تېر نظام په اردو کې هم خاورې ته ژمن افسران او جنرالان ول چې یو شمېر یې اوس هم په دندو بوخت دي او له هر ډول تبعیض پرته د نوې اردو په لیکو کې خدمت کوي.
(2021 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ویلي چې ډېر ژر به اسلامي اردو جوړه شي.
سکای نیوز د یاد وزارت د ویاند عنایت الله خوارزمي له قوله ویلي چې د اردو درلودل د هر دولت مسلم حق دی او په وینا یې ډېر ژر به د افغانستان اسلامي اردو بشپړه شي.
هغه زیاته کړې ده چې د یادې اردو دنده د افغانستان له ملي حاکمیت او خپلو خلکو ساتنه او د خاورې پالنه ده. خوارزمي د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې دا اردو به په نظامي لحاظ تر ټولو مجهزه وي او له معنوي اړخه به خپلواکه، خاورې ته صادقه وي او په پوره ایمانداري به د خپلو خلکو دفاع او ساتنه کوي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان فوځ قول اردو نوي نومونه اعلان شوي
نوموړي ویلي چې په دقیق ډول د یادې اردو د بشپړېدو نیټه نه شي اعلانولی خو په خبره یې ډېر ژر به تکمیل او د خپلې خاورې دفاع ته چمتو شي.
نوموړي د تېرې اردو په اړه ویلي چې د تېر نظام په اردو کې هم خاورې ته ژمن افسران او جنرالان ول چې یو شمېر یې اوس هم په دندو بوخت دي او له هر ډول تبعیض پرته د نوې اردو په لیکو کې خدمت کوي.






