دوه کاله وړاندې د فضل الرحمان دهرنا د ناکامي له وجهې ختمه کړې شوه: چوهدري فواد حسین

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په مرکزي حکومت کښې د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین ویلي دي چې نن نه دوه کاله وړاندې د حکومت په ضد د مولانا فضل الرحمان احتجاجی پرلت دوی د خپلې ناکامې په وجه ختم کړو او دوی ته هیڅ په لاس را نغله .
د اې پي پي رپورټ مطابق د خالي په ورځ د پي ډي ایم د جلسې په غبرګون چوهدري فواد د خپلو خیالاتو څرګندونه څه په دې ډول کړې ده چې د پي ټي آیی په حکومت نه کوم لانګ مارچ ، نو شارټ مارچ او نه کوم کویک مارچ اثر کوي ، هغه زیاته کړې چې پي ډي ایم د لاوارثو ډله ده او ددوی کار صرف اولس له دهوکه ورکول دي.
چوهدری اوویل چې مولانا فضل الرحمان وړاندې هم یو ناکامه لانګ او شارټ مارچ تجربه کړې ده، هغه زیاتوي چې اولس نه وړاندې هغوی سره ملګرې وو او نه وس ددوی حمایت او ملاتړ کوي.
هغه اوویل او د پي ډي ایم مشرانو ته ی مشوره ورکړه چې دوی کاله دې د عمومي ټاکنو ته انتظار وکړه او په آرام دې کیښني ځکه چې بیا به راروان پینځه کاله هم د پي ټي آیی او عمران خان حکومت وي.






